افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښاروال په دغه ښار کې د ۱۰ پلونو او یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړی دی.
د مهترلام ښاروالۍ د مشر په وينا، د يادو پروژو پر پلي کېدو به پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راشي.
بل پلو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې اوسیدونکو د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د ښار د ښکلا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاري نظم لامل بولي.
د يادونې ده، چې دغه پروژې به په راتلونکو څلورو مياشتو کې پيل شي.