افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن پنجشنبه (اسد ۴) د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن اوتونبایوا ویلي چې ملګري ملتونه غواړي د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او تمه لري اسلامي امارت خلکو ته د دې مرستو په رسولو کې د پوره مرسته وکړي.
مېرمن روزا اوتنبايوا د دوحې د درېيمې غونډې او د دوحې د غونډې د تفاهم ليکونو د تطبيق په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دغه سازمان د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې، له ناچاودو ماينونو څخه د ځمکې د پاکولو، د چاپېريال ساتنې او نورو برخو کې ډېر پلانونه لري، چې د دغو پلانونو عملي کول ډېر مهم دي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، موږ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو، اسلامي امارت ته د بندیزونو د ختمولو، له تور لیست څخه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو د ایستلو او د نورو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوو.
هغه وویل چې دغه بندیزونه نه یوازې دا چې ګټه نه لري بلکې د نړۍ له نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت په اړیکو هم منفي اغیز لري.