افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس صدیق الله قریشي وايي، پاکستان د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې او پاکستاني پوځیان هېڅ افغان وګړی ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د هغه په وينا، د پاکستان د دغه اقدام لامل څرګند نه دى. اوس مهال اکثره افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.
قریشي وویل، د تورخم لاره اوس د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ هر ځل پوله تړلې ده.