کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړل شوې ده

4 اسد 1403 ساعت 9:28

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس صدیق الله قریشي وايي، پاکستان په یو اړخیز ډول د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس صدیق الله قریشي وايي، پاکستان د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې او پاکستاني پوځیان هېڅ افغان وګړی ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. 

د هغه په ​​وينا، د پاکستان د دغه اقدام لامل څرګند نه دى. اوس مهال اکثره افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

قریشي وویل، د تورخم لاره اوس د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ هر ځل پوله تړلې ده.


د مطلب کود: 294116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294116/د-پاکستان-له-لوري-تورخم-دروازه-مسافرو-پر-مخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com