افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د اسد ۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۹۲ افغان کډوال د نیمروز له ورېښمو پله څخه تېر شوي دي قلعه هرات او تورخم ننګرهار په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت وايي، له نوم لیکنې وروسته به راستانه شوي کسان د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شي.
باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. په دې وروستیو کې د مهاجرو اخراج زیات شوی دی.