دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 294126
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې ۱۰ غوره ګډون کوونکو ته لپټاپونه ورکړل
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د سږني کال د کانکور لازموينې ۱۰ غوره ګډون کوونکو ته لپټاپونه ډالۍ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر د ۱۴۰۳ کانکور ازموينې ۱۰ غوره ګډون کوونکو ته د جایزې ورکولو اعلان وکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ستاينې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د کانکور په ازموينه کې لسو غوره ګډون کوونکو ته مبارکي وويله او هر يو محصل ته يې لپ ټاپ ډالۍ کړ.

په همدې حال کې دوه ورځې وړاندې ښاغلي ندیم د ملي کاري غونډې په ترڅ کې د هېواد د ښوونیز نصاب د تعدیل اعلان وکړ او ویې ویل، هڅې روانې دي چې د وخت اړتیاوو ته په کتو د زده کوونکو لپاره مناسب کورسونه په پام کې ونیول شي.

د يادونې وړ ده، چې د سږ کال د کانکور په ازموينه کې يو شمېر ګډونوالو د پوښتنو د سادګۍ او د ازموينې په بهير کې د شفافيت خبر ورکړى دى.

له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په برخه کې شته ننګونې دې ژر تر ژره حل کړي.
https://avapress.com/vdcj8xe8muqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته