د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښاروال په دغه ښار کې د لسو پلونو او يو استنادي ديوال د جوړولو د پيل خبر ورکوي او وايي چې پر دغو پرمختيايي پروژو پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
په لغمان ولایت کې د څو پلونو او یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل شو
4 اسد 1403 ساعت 9:13
د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښاروال په دغه ښار کې د لسو پلونو او يو استنادي ديوال د جوړولو د پيل خبر ورکوي او وايي چې پر دغو پرمختيايي پروژو پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
آوا - کابل: د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښاروال په دغه ښار کې د ۱۰ پلونو او یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړی دی.
د مهترلام ښاروالۍ د مشر په وينا، د يادو پروژو پر پلي کېدو به پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راشي.
بل پلو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې اوسیدونکو د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د ښار د ښکلا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاري نظم لامل بولي.
د يادونې ده، چې دغه پروژې به په راتلونکو څلورو مياشتو کې پيل شي.
د مطلب کود: 294112