کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي

4 اسد 1403 ساعت 15:16

د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل رحیم مسکینیار وايي، دغه پېښه نن سهار د سیاه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي مسکینیار د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلله.

په بغلان ولايت کې تېره اوونۍ هم په يوه ترافيکي پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي قوانينو نه مراعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 294155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294155/په-پروان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-درې-تنه-مړه-او-نور-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com