افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې چې پکې راغلي چې د دغې ادارې مشر مولوي مطیع الله خلیق د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مشر سټیفن سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د اقلیم د بدلون پر منفي اغېزو، د چاپېریال ساتنې پر پروژو، بشري مرستو او همکاریو خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.