دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 294314
د روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو لابراتوار د بشپړ فعالېدو غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ختیځه مدیترانه کې د نړیوال روغتیايي سازمان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له مشر سره په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو او د پولیو د لابراتوار د بشپړ فعالېدو په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي د پولیو ناروغۍ د مخنیوي ادارې له مشر حمید جعفري سره وکتل. 

په دې کتنه کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پر هڅو، د پولیو د لابراتوار د بشپړ فعالولو او د پولیو د پروګرام پر وړاندې پر ننګونو خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د پولیو د لابراتوار د پاتې وسایلو غوښتنه وکړه او د دغه سازمان مسوولینو هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو فلج ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
https://avapress.com/vdciz5ar5t1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته