افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمیر ۳۹۳۲۴ تنو ته او د ټپيانو شمېر ۹۰۸۳۰ تنو ته ورسېد.
غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د عامه وژنې درې جنایتونه ترسره کړي چې له امله یې ۶۶ تنه شهیدان او ۲۴۱ تنه ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
په غزې باندې دصهیونیسټ رژیم په حملې کښې تیره ورځ ۳۰ تنه محصلان شهیدان شول.