افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د صهیونیسټ رژیم هر ډول پراخ برید به سیمه ییزې جګړې ته لار هواره کړي.
د ایسنا د راپور له مخې، د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب نن (یکشنبه) وویل چې موږ له واشنګټن څخه غوښتي چې د وروستیو کړکېچونو په پام کې نیولو سره اسراییل له زغم څخه کار واخلي.
بوهابیب همدارنګ وویل دصهیونیسټ رژیم هرډول حملې به دسیمې د جنګ سبب شی .
په همدې حال کښې د لبنان مقاومت ته د وفادارې ډلې مشر«محمد رعد» وویل، د صهیونیسټ رژیم ختمول به د لبنان په خلاف د پراخې جګړې د اختیار په لور د هغه اقدام وی.
هغه وویل: د غزې د خلکو د استقامت او د مقاومت د جنګیالیو د قربانیو او د مقاومت د محور د جبهې په ملاتړ سره په غزه کښې د دښمن هدفونه بې نتیجې پاتې شول.
د یادولو وړ ده چې په نیواکي ګولان د توغندیو د برید په پایله کې د لسګونو تنو د وژل کیدو او ټپي کیدو نه وروسته صهیونیسټي رژیم په لبنان د پراخو بریدونو ګواښ وکړ.