دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 294319
د افغانستان او چین ترمنځ د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام ټینګار
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د سیمې پر ثبات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین د حکومت له سفیر ژاؤسینګ سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو په سیمه کې د ثبات او د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

په کابل کې د چین سفیر د دغه هېواد د پروژو د امنیت او د چینايي ډیپلوماټانو د همکارۍ ستاینه کړې ده.

باید وویل شي چې چین په تیرو دریو کلونو کې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکارۍ پراخې کړي دي.
https://avapress.com/vdcdfo0xnyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته