افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هیواد په لویدیځ زون کې د صرافانو د شرکت مشر بهاءالدین رحیمي د هیواد په لویدیځه حوزه کې د صرافانو د سوداګریزې ودانۍ د پرانستلو پر مهال وویل: دغه پارکینګ به د هیواد په لویدیځه حوزه کې جوړ شي.
ښاغلي رحیمي د هېواد په لوېدیځ زون کې د صرافان د سوداګریز کمپلکس د جوړېدو د لګښت په اړه هم وویل، چې دغه کمپلکس د پنځوس میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي. د هغه په وينا، د دې ودانۍ په جوړېدو کې هره ورځ شاوخوا پنځه سوه کسان په کار بوخت دي.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ په معياري بڼه تر کار لاندې ده او په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې شي.
په همدې حال کې د هرات د والي مرستيال مولوي حيات الله مهاجر له لويو اقتصادي پروژو خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې شته نظام تثبيت شوى دى.
له بلې خوا د هرات ولايت يو شمېر سوداګر او پانګه وال چې د دغې پروژې په جوړولو کې يې ونډه اخيستې، د دغې سترې سوداګريزې ودانۍ جوړول د اقتصادي ودې لپاره هيله من بولي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په لوېديځه حوزه کې د صرافان سوداګريز کمپلکس ستره ودانۍ، چې شپږ سوه کارکوونکي لري، څوارلس پوړونه لري او د څه دپاسه پنځوس ميليونه ډالرو په لګښت تر جوړېدو لاندې دى.