افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دغو پروژو کې د فراه ښار د سلګونو مترو په اوږدو کې د سړکونو پخول شامل دی.
د فراه ښاروالۍ د دغو دوو پروژو په پلي کولو لس میلیونه افغانۍ لګوي.
د دې پروژو په بشپړیدو سره به د پیاده روونو ستونزې هوارې شي او د سړکونو شاوخوا د ویجاړیدو مخه به ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد يو شمېر اوسېدونکي په ټولو ولايتونو کې په متوازن ډول د پراختيايي پروژو پر پلي کېدو ټينګار کوي.