افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو او مجاهدینو سره وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د یاد سړک جوړولو ته به پاملرنه وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د سالنګونو د لارو بیارغونه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده، چې د خلکو ستونزې به هوارې شي.
دوی دغه راز په بېلابېلو برخو کې خپل یو شمېر وړاندیزونه د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره شریک کړل، چې د دوی د ټولو غوښتنو د تعقیبولو او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.