المیادین شبکې په دیرالزور ولایت کښې د کونیکو د ګازو په تاسیساتو کښې د امریکا په فوځی اډې د مقاومتی ډلو لخوا د راکټونو د باران خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه توغندی له دغه اډې له لګیدو وروسته په شاوخوا کلیو کښې د چاودنو غږونه اوریدل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: المیادین شبکې خبر ورکړی، چې په دیرالزور ولایت کې د کونیکو د ګازو په تاسیساتو کې د امریکا پوځی اډه د مقاومتی ډلو لخوا د راکټی بریدونو په ترڅ کې په نښه شوه. د المیادین په وینا، توغندي پر دې اډې لګېدلي او شاوخوا کلیو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی. وروسته له هغه چې نن سهار په سوریه کې د امریکا کونیکو اډې په نښه شوې، د دغو بریدونو په ځواب کې د امریکا د پوځ جنګیالیو د دیرالزور ښار په شاوخوا کې د حی الجورة سیمه په نښه کړې ده.