افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری نن پنجشنبه د چنګاښ په ۴ مه، د درېیو مالګو د قرارداد تړون لاسلیک کړ. د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د ميمنې، درزاب او اندخوى د کانونو پروژې داوطلبۍ ته وړاندې شوې او له ارزونې وروسته يې له ابو سعيد شرکت سره لاسليک کړې.
دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د دې پروژو ټول مساحت ۱۴ کیلومتره مربع دی او تړون یې د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
د کانونو وزارت په دوام وویل: د دغه شرکت د ژمنو پر بنسټ، د ټولنیزو او چاپیریالي خدمتونو سربیره، د پرسونل د روزنې، د کارګرانو د استخدام او د خوړو د ملي سازمان له منل شویو معیارونو سره سم بشپړ او نهايي بهیر د سیمه ایزو احکامو سره برابر.