افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره وکتل. نوموړي زياته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لورو باميان ته د برېښنا د لېږد او په باميان ولايت کې د لويو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو په اړه هم خبرې وکړې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انرژۍ او اوبو سرپرست وزير د باميانو له والي سره ژمنه کړې چې د باميانو د خلکو د اوبو او برېښنا د کمښت ستونزې به هوارې کړي.
د دوشي - بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد پروژه د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کې د افغانستان برېښنا شرکت او د اسیا پراختیايي بانک ترمنځ لاسلیک شوه، خو تر اوسه یې کار نه دی بشپړ شوی.
د تړون له مخې دغه پروژه به د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته په درېیو کلونو کې بشپړه شي.