د دایکندي ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي. دغه مېرمن د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په لومړي زیږون کې یې پنځه ماشومان زېږولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دايکنډي ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر غني صميم د دغه ولايت ملي تلويزيون ته وويل، چې دغې مېرمنې درې زامن او دوه لوڼې زېږولي دي. خو له بده مرغه نن جمعه (سرطان ٥) دوه ماشومان مړه شول. د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، او د نورو دریو ماشومانو او مور د روغتیا په اړه راپور ورکړل شوی. دا لومړی ځل دی چې په دايکنډي کې دا ډول زېږون ثبتېږي.