کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي کې د پنځه ګونو غبرګولیانو زیږونه

5 اسد 1403 ساعت 12:13

د دایکندي ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي. دغه مېرمن د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په لومړي زیږون کې یې پنځه ماشومان زېږولي دي.


آوا: د دايکنډي ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر غني صميم د دغه ولايت ملي تلويزيون ته وويل، چې دغې مېرمنې درې زامن او دوه لوڼې زېږولي دي. خو له بده مرغه نن جمعه (سرطان ٥) دوه ماشومان مړه شول.
 
د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، او د نورو دریو ماشومانو او مور د روغتیا په اړه راپور ورکړل شوی.
 
دا لومړی ځل دی چې په دايکنډي کې دا ډول زېږون ثبتېږي.


د مطلب کود: 294173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294173/په-دایکندي-کې-د-پنځه-ګونو-غبرګولیانو-زیږونه

آوا
  https://www.avapress.com