کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان والي په دغه ولایت کې د نیمګړو پروژو د پیل په اړه د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزیر سره وکتل

5 اسد 1403 ساعت 11:46

د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې د بامیان والي د دغه وزارت له سرپرست سره وکتل او د دوشي – بامیان د برېښنا د لېږد پروژې په ګډون یې د نیمګړو پروژو د پیل په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره وکتل. نوموړي زياته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لورو باميان ته د برېښنا د لېږد او په باميان ولايت کې د لويو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو په اړه هم خبرې وکړې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انرژۍ او اوبو سرپرست وزير د باميانو له والي سره ژمنه کړې چې د باميانو د خلکو د اوبو او برېښنا د کمښت ستونزې به هوارې کړي.
 
د دوشي - بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد پروژه د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کې د افغانستان برېښنا شرکت او د اسیا پراختیايي بانک ترمنځ لاسلیک شوه، خو تر اوسه یې کار نه دی بشپړ شوی.
 
د تړون له مخې دغه پروژه به د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته په درېیو کلونو کې بشپړه شي.


د مطلب کود: 294166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294166/د-بامیان-والي-په-دغه-ولایت-کې-نیمګړو-پروژو-پیل-اړه-انرژۍ-او-اوبو-له-سرپرست-وزیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com