افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی تېره شپه (جمعه د اسد ۵) د مرادوف له قوله ویلی چې ترکمنستان او افغانستان په پام کې لری چې سترې پروژې پلی کړی، نو د ډیپلوماټیکو اړیکو ِښه کول اړین دی.
د بلخي په وينا، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې، چې د دواړو لورو په ګډو ډيپلوماټيکو هڅو سره به د ټاپي، د تورغندي - هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژو عملي کار ژر پيل شي.
د سیمې ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارلي دي.
له دې جملې څخه د ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي دي.