دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 294215
په ایران کې سختې ګرمۍ ټول دفترونه تړلي دي
د ایران اسلامي جمهوریت د سختې ګرمۍ د دوام له امله سبا یکشنبه (د سرطان ۷) په ټول هیواد کې د رخصتۍ اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سختې ګرمۍ له دوام سره سم په ټول هېواد کې ټول دولتي دفترونه او بانکونه سبا یکشنبه (د سرطان ۷مه) تړل شوي دي.
 
د رسنیو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د شنبې ورځې لپاره د ټولو دولتي ادارو کاري ساعتونه د سهار تر لسو بجو پورې ټاکل شوي دي.
 
په همدې حال کې د ځینو شمېرو له مخې، سږ کال به د اوړي موسم د تېرو کلونو په پرتله د نړۍ په هېوادونو کې د تودوخې له ۴ تر ۵ درجو ډېر وي.
 
د يادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې نړيوال سازمان هم وايي چې د اقليمي بدلون له امله د تودوخې سختې پېښې زياتې شوې چې له ۱۹۸۰ لسيزې راهيسې شپږ برابره زياتې شوې دي.
https://avapress.com/vdciz5arwt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته