دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 294216
په هرات ولایت کې زاړه زرنجان راټولیږي
د هرات د ترافيکو مسوولين وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت کې زاړه زرنجان راټول کړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د ترافیکو ریاست وايي، نور به په ښار کې زاړه ررنجانو ته د تګ اجازه ورنکړي.
 
د هرات د ترافيکو مدير ذبيح الله اکبري وويل، دغه ترافيکي موټر له ښاره بهر فعاليت کوي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه موټرسايکلونه خوندي نه دي او په ښار کې د ککړتيا لامل ګرځي، چې له همدې امله يې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
 
دباختراژانس دخبرله مخې: دهرات دترافيکو مدير وويل چې په تيرو دوو اوونيو کې ٧٠٠ موټرسايکلونه او ٣٠٠ زرنجان د موټر چلولو د جوازونو د نشتوالي او د ترافيکي قوانينو د نه پوهاوي له امله درول شوي دي .
 
نوموړي همدا راز له خلکو او موټر چلوونکو وغوښتل، چې د ښار په ښه نظم کې له ولايتي ترافيکو مديريت سره همکاري وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په هېواد کې له زېړ څخه فيروزي ته د ټکسیانو د رنګ د بدلولو لړۍ هم روانه ده.
https://avapress.com/vdcjvxe8muqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته