دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۰۷
د مطلب کود : 296196
د اوکرایین د روسیې په بیلګورد ښار کې په برید کې تر ۵۰ زیات کسان مړه او ټپیان شول
روسي چارواکو اعلان کړی، چې د اوکراین له لوري د بیلګورد پر ښار د توپونو په ډزو کې ۵ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلګراد ولایت والي «ویاچسلاو ګالډکو» د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د بلګورود ښار په شاوخوا سیمو کې د هوايي مدافعې ځواک فعال شوی او ښار ته نژدې یې څو هوايي اهداف په نښه کړي دي.
 
هغه همداراز خبر ورکړ، چې د اوکراین له خوا د «ویمپائر» راکټ سیسټم په کارولو سره پر ښارګوټي ډزې شوې، چې په پایله کې یې ۵ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه ټپیان شوي دي.
 
د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د بلګورود والي هم په خپل ټیلیګرام کې د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ: «یو ځل بیا د اوکراین د وسله والو ځواکونو له خوا د بلګورود پر ښار د توپونو د ویشتلو په نتیجه کې موږ خپل اتباع له لاسه ورکړل». "پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ تنه ټپیان شوي دي."
 
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۱ تن د ملکي خلکو په موټر نېغ په نېغه وویشتل شو، چې له امله یې موټر ویجاړ شو.
https://avapress.com/vdci3qarqt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته