دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 296133
ملا برادر د قوش تپې د کانال له جوړېدو څخه لیدنه وکړه
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د قوش تېپې کانال له جوړېدو څخه ليدنه وکړه او کارکوونکو ته يې لارښوونه وکړه، چې د بند او کانال چارې په پوره دقت او پر وخت بشپړې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملا برادر وايي، د افغان انجینرانو له خوا د قوش تېپې ملي کانال د بند او د دویم فاز د جوړولو چارې ښه پرمخ ځي او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیل او د جوزجان ولایت د آچچې ولسوالۍ له حیرتان څخه تېرېږي او د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.
 
کارپوهان په دې باور دي، چې د قوش تېپې کانال په جوړېدو سره به د هېواد په شمال کې د غنمو په ګډون کرنيز حاصلات زيات شي او د کرنيزو اوبو د ضايع کېدو مخه به ونيول شي.
 
د دوی په خبره، د قوش تېپې کانال د جوړېدو بله موخه د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو په برخه کې پر ځان بسیاینه ده.
 
د قوش تېپې کانال پروژه په افغانستان کې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ طرحه شوې وه، خو د جګړې او بې ثباتۍ له امله د ۱۴۰۱ کال د جولای په میاشت کې د جوړېدو تر پیل پورې عملي نه شوه.
https://avapress.com/vdcjtme8tuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته