دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۶:۵۷
د مطلب کود : 296193
د کرنې وزارت د کارپوهانو یو پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د خپلو کارپوهانو یو پلاوی به د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه کرنیز فورم کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کارپوهانو یو پلاوی به د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ شي. 
 
د دغه وزارت په خبره دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چین په ژیان ښار کې جوړه شي او پر بېلابېلو کرنیزو مسایلو به بحث وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې به د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د دغه هېواد د لس کلن کرنيز پلان او د دغه هېواد د کرنې د بدلون او پرمختګ پر عواملو خبرې وشي.
 
د خبرپاڼې له مخې، د افغان پلاوي د سفر اصلي موخه د کرنې د کارګرانو، بزګرانو د ظرفیت لوړونې له تجربو څخه ګټه اخیستنه او دا چې څنګه چین د افغانستان د کرنې د جوړښت لپاره د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې اوس هم کرنه په ډېرو سيمو کې په دوديزه بڼه ترسره کېږي، چې صنعتي کېدو ته اړتيا لري.
https://avapress.com/vdcf1vd0mw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته