کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت د کارپوهانو یو پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

11 سنبله 1403 ساعت 6:57

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د خپلو کارپوهانو یو پلاوی به د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه کرنیز فورم کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ شي.


آوا: د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کارپوهانو یو پلاوی به د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ شي. 
 
د دغه وزارت په خبره دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چین په ژیان ښار کې جوړه شي او پر بېلابېلو کرنیزو مسایلو به بحث وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې به د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د دغه هېواد د لس کلن کرنيز پلان او د دغه هېواد د کرنې د بدلون او پرمختګ پر عواملو خبرې وشي.
 
د خبرپاڼې له مخې، د افغان پلاوي د سفر اصلي موخه د کرنې د کارګرانو، بزګرانو د ظرفیت لوړونې له تجربو څخه ګټه اخیستنه او دا چې څنګه چین د افغانستان د کرنې د جوړښت لپاره د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې اوس هم کرنه په ډېرو سيمو کې په دوديزه بڼه ترسره کېږي، چې صنعتي کېدو ته اړتيا لري.


د مطلب کود: 296193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296193/د-کرنې-وزارت-کارپوهانو-یو-پلاوی-په-درې-اړخیزه-غونډه-کې-ګډون-لپاره-چین-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com