افغان غږ خبری آژانس - کابل: عبدالحمید خراسانی د اسلامی امارت د لومړی وزیر ملا محمد حسن اخند په امر د پوځی کمیسون ته احضار شوی او نیول شوی دی.
د اماج نیوز د خبر له مخې دغه خراساني کسان هم بې وسلې شوي او ټول تجهیزات یې نیول شوي دي.
تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې عبدالحمید خراساني په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د ویاند له لوري د ایران رهبرۍ، چارواکو او ولس ته د سپکاوي په تور یو بې کفایته کس او له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نه لري.
خراساني په دې وروستیو ورځو کې هم د اسلامي امارت پر ضد کرکې ډکې څرګندونې کړې وې.