دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 296065
ملا برادر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر د تورموز د نړيوال سوداګريز مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان سرحدي ښار تورموز ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د ازبکستان د لومړي وزیر د سیاسي مرستیال په رسمي بلنه د ترموز سرحدي ښارګوټي ته سفر وکړ.
 
ټاکل شوې د ترموز نړیوال سوداګریز مرکز د پنجشنبې په ورځ د اسلامي امارت د لومړي وزیر د مرستیال، د ازبکستان د لومړي وزیر، د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او د قزاقستان او قرغزستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی پرون ترکمنستان ته ولاړ.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو، مالیې، فواید عامې وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت استازي شامل دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي، ټاپي او ریل پټلۍ د پروژو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او په عشق اباد کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې وکړي.
https://avapress.com/vdcd990xkyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته