کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا برادر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

8 سنبله 1403 ساعت 10:52

د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر د تورموز د نړيوال سوداګريز مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان سرحدي ښار تورموز ته ورسېد.


آوا: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د ازبکستان د لومړي وزیر د سیاسي مرستیال په رسمي بلنه د ترموز سرحدي ښارګوټي ته سفر وکړ.
 
ټاکل شوې د ترموز نړیوال سوداګریز مرکز د پنجشنبې په ورځ د اسلامي امارت د لومړي وزیر د مرستیال، د ازبکستان د لومړي وزیر، د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او د قزاقستان او قرغزستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی پرون ترکمنستان ته ولاړ.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو، مالیې، فواید عامې وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت استازي شامل دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي، ټاپي او ریل پټلۍ د پروژو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او په عشق اباد کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې وکړي.


د مطلب کود: 296065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296065/ملا-برادر-د-لوړ-پوړي-پلاوي-په-مشرۍ-ازبکستان-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com