دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 296040
د افغانستان په اړه د شهباز شریف تورونه؛ پاکستاني طالبان له افغانستانه بریدونه تنظیموي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا پر تحریک طالبان پاکستان تور پورې کړ چې له افغانستانه یې پر افغانستان د بریدونو پلان جوړ کړی او ویلي یې دي چې "د طالبانو له خوا له افغانستانه د وسله والو بریدونو پلانول اوس له چا پټ نه دي."
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستاني طالبان له افغانستانه خپل بریدونه تنظیموي.
 
شریف د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې د دې ډلې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، "له افغانستان څخه د پاکستاني طالبانو د وسله والو بریدونو پلان له چا پټ نه دی."
 
شریف په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، "په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او د دې د ختمولو وخت رارسېدلی دی."
 
په همدې حال کې د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې حضور نه لري.
 
د يادونې وړ ده، چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځلې ورته تورونه لګولي، خو د اسلامي امارت له لوري دغه څرګندونې رد شوې دي.
https://avapress.com/vdcgt39xzak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته