دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 296017
د هغو موټرو مخه ونیول شوه چې قیمتي توکي یې پاکستان ته قاچاق کول
د هلمند چارواکي وايي، د هغو ۶۵ موټرو د قاچاق مخه یې نیولې، چې پاکستان ته د قیمتي توکو د لېږدولو په موخه د دغه ولایت د بهرامچي ولسوالۍ له لارې پاکستان ته لېږدول کېدل.
افغان غږ خبری آژانس- کابل: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۶۵ موټرو د قاچاق مخه ونیوله چې قیمتي توکي یې پاکستان ته لیږدول.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د بهرامچې ولسوالۍ له لارې ۶۵ موټر چې قیمتي توکي یې پاکستان ته قاچاق کېدل د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او نیول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د روان کال په اوږدو کې یې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ۱.۹۵ میلیون ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴.۸۳۰ میلیونه سعودي ریالونو او سل زره درهمونو د قاچاق مخه نیولې ده. دغه راز ۳۴۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي، له یو کیلو ګرامو څخه زیات سره زر نیول شوي او په تړاو یې ۵۹۱ کسان نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdca6inu049now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته