کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هغو موټرو مخه ونیول شوه چې قیمتي توکي یې پاکستان ته قاچاق کول

7 سنبله 1403 ساعت 9:24

د هلمند چارواکي وايي، د هغو ۶۵ موټرو د قاچاق مخه یې نیولې، چې پاکستان ته د قیمتي توکو د لېږدولو په موخه د دغه ولایت د بهرامچي ولسوالۍ له لارې پاکستان ته لېږدول کېدل.


آوا- کابل: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۶۵ موټرو د قاچاق مخه ونیوله چې قیمتي توکي یې پاکستان ته لیږدول.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د بهرامچې ولسوالۍ له لارې ۶۵ موټر چې قیمتي توکي یې پاکستان ته قاچاق کېدل د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او نیول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د روان کال په اوږدو کې یې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ۱.۹۵ میلیون ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴.۸۳۰ میلیونه سعودي ریالونو او سل زره درهمونو د قاچاق مخه نیولې ده. دغه راز ۳۴۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي، له یو کیلو ګرامو څخه زیات سره زر نیول شوي او په تړاو یې ۵۹۱ کسان نیول شوي دي.


د مطلب کود: 296017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296017/د-هغو-موټرو-مخه-ونیول-شوه-چې-قیمتي-توکي-یې-پاکستان-ته-قاچاق-کول

آوا
  https://www.avapress.com