دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۰
د مطلب کود : 295813
د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۲۳۰ جنګی بندیانو تبادله/ په کرسک کې د اوکراین د پوځ ۵۵۰۰ تلفات
په کرسک کې له ناڅاپي برید اتلس ورځې وروسته، د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین پوځ په کرسک کې تر ۵۵۰۰ ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي. په همدې حال کې دواړو هېوادونو اعلان کړی چې دوی ۲۳۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې په کرسک ښار کې هره ورځ د څه باندې ۳۰۰ اوکراینی پوځیانو وژل کېدل هغه خبر دی چې مسکو اعلان کړی.
 
د روسیې د دفاع وزارت وايي، د روسیې خاورې ته د «دښمن د تخریبي ډلو د ننوتلو هڅې دوام لري» وزارت اعلان کړی، چې د اوکراین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۶۰ ډېر سرتېري او ۲۹ زغروال ګاډي له لاسه ورکړي دي.
 
د مسکو دا خبرتیا په داسې حال کې شوې چې د کرسک پر سر د روانو پوځي شخړو په اړه خبرې شوې دي.
 
اوکرایني پوځیان د اګست په ۱۶مه دغې سرحدي سیمې ته ننوتلي او د هغوی د ایستلو لپاره د روسیې هڅې دوام لري، د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې «دښمن په کرسک سیمه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۵۵۰۰ ډېر پوځیان او ۷۱ ټانکونه له لاسه ورکړي دي.
 
په همدې حال کې د روسیې او اوکراین پوځونو هر یو ۱۱۵ جنګي بندیان تبادله کړل.
 
ویل کیږي چې د دغو تبادله شویو بندیانو شپاړس تنه اوس په بیلاروس کې میشت دي او ډیر ژر به خپل هیواد ته ستانه شي.
https://avapress.com/vdcdfk0xsyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته