دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 295818
په کاپیسا کې د جوارو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي
د کاپیسا د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال د جوارو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاپیسا ولایت د کرنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه ۲۲۵۰۰ ټنه جوار حاصل شوي دي.
 
دا شمېره د تېر کال په پرتله په کاپیسا کې د جوارو په حاصلاتو کې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې زیاتوالی ښيي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا جوار تر ډېره په کور دننه مصرفېږي او د افغانستان په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي.
https://avapress.com/vdcizwarvt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته