دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 295770
په کابل کې د پاسپورټونو لپاره آنلاین نوم لیکنه پیل شوه
د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، په کابل کې د پاسپورټونو د آنلاین ثبت لړۍ بیا پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: کابل: د پاسپورتونو د عمومی ریاست مطبوعاتی دفتر ایکس اینټ ورک ته وویل چې د نوم لیکنې له بشپړیدو وروسته به د غوښتونکو د لیدنې نیټه د سیستم له لارې ټاکل کیږی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د پاسپورټونو د عمومي رياست انلاين فارم به هره شنبه په مرکزي برخه کې او هره سه شنبه د نورو درېيو کاري برخو لپاره پرانيستل کېږي.
 
تر دې مخکې د پاسپورتونو عمومي ریاست په کابل کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې د هېوادوالو د اسانتیا لپاره درې نوي مرکزونه پرانیستل.
 
د پاسپورټ عمومي رييس عبدالکريم حسيب وويل، چې د يادو مرکزونو په پرانيستل کېدو سره به د پاسپورټ غوښتونکي د يوې اونۍ په اوږدو کې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
https://avapress.com/vdcfetd0xw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته