دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 295782
په پاکستان کې بمي چاودنې دوه ماشومان ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل
دخيبرپښتونخوا صوبې چارواکي وائي په بمي چاؤدنه کې دوه ماشومان وژل شوي اؤ ١٦ نور ژوبل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د شنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې په یوه بمي چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
 
په پخواني ښار کې پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ریموټ کنټرول بم په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و او په ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه وچاودید. په ټپيانو کې اووه پوليس هم شامل دي.
 
د راپورونو له مخې په ټپیانو کې د پولیسو افسران هم شامل دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
 
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو ډلو له خوا بریدونه زیات شوي دي.
https://avapress.com/vdcivwarrt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته