دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۱۸
د مطلب کود : 295740
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۲۵۶ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۱۲۵۶ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۲۵۶ او د زخمیانو شمیر ۹۳۱۴۴ ته رسیدلی دی.
 
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۲ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ژوبل شول.
 
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه تر ۱۰ زرو ډېر کسان تر خاورو لاندې دي.
 
دغه وزارت همداراز ویلي چې د شهیدانو په سلو کې ۷۰ ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdcc0pqix2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته