دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 295772
له ایران او پاکستان څخه په یوه ورځ کې تر ۸۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ ویستل شوې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۸۰ افغان کډوالې کورنۍ را ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کورنۍ پرون جمعه (د سنبلې ۲مه) ایستل شوې دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار او نیمروز ولایتونو له سرحدي لارو هېواد ته داخل شوي او د مرستې لپاره نړیوالو مرستندویه ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
 
تر دې مخکې د کډوالو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د زرګونو کډوالو د ډله ییز اخراج اعلان کړی و.
 
په میلیونونو افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي او د افغانستان دوه ګاونډیان یې د اخراجولو لړۍ جاري ساتي.
https://avapress.com/vdchqmnii23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته