دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 295794
د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سېلابونو، د تېزو بادونو او له دوړو سره د سختو بادونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست په یوه بیان کې راغلي چې نن (شنبه، د سنبلی ۳ مه) او سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کابل، لوګر، پکتیا کې د باران او سیلابونو احتمال شته.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګ په ګډون په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې هم د سختو بادونو او دوړو د ورېدو اټکل شوی دی.
 
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه (۱۵ تر ۳۰) ملي متره او د باد سرعت په ساعت کې له (۵۰ تر ۷۰) کیلومتره دی.
 
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او طوفانونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د موقت حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، تېره اوونۍ په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو له امله لس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
https://avapress.com/vdcb9sb5arhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته