دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 295639
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ترکمن سیال سره د لیدو په موخه هرات ته سفر وکړ
د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان موتګي له خپل ترکمن سیال سره د لیدو لپاره له یوه پلاوي سره هرات ته روان شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې د هرات د تورغونډۍ په بندر کې له خپل ترکمن سیال سره وګوري.

دغه راز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې په ترڅ کې د ټاپي پروژې، د تورغونډۍ پټلۍ، د نوري فایبر له پروژو څخه لیدنه وکړي.

باید وویل شي چې اسلامي امارت له ګاونډیو او سیمې سره د تعامل پالیسي تعقیبوي.
https://avapress.com/vdcjtie8huqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته