دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 295600
پکتیکا کې د څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پلتوني بند د جوړېدو چارې پیل شوې
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پکتیکا ولایت کې د پلټوني بند د کار د پیل په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د هیواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی چې د څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې پروژې په جوړولو د اسلامي امارت ۸۵۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ددغه پروژې دپرانستلو پر مهال دانرژۍ او اوبو وزارت يو شمير پروژو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت په هيواد کې د اوبو مديريت ته ژمن دى.

له بلې خوا د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د پلتوني بند اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پروژه د موسمي سیلابونو د کنټرول، د اوبو د سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په هدف جوړه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په تیرو څو کلونو کې د هیواد د اوبو د ښه مدیریت په موخه ګڼې پروژې پلي کړي دي.
https://avapress.com/vdchvmniv23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته