دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 295540
د یونیسف له خوا په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړو ته د روغتیایی خدمتونو وړاندې شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر جون پورې به په افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیونه وګړو ته د روغتیا او تغذیې خدمتونه برابر کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن دوشنبه (د اسد ۲۹مه) یو راپور خپور کړ چې وايي، په سلو کې ۵۰ هغه کسان چې دغه خدمتونه یې تر لاسه کړي له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د یونیسف په راپور کې راغلي چې دا خدمات په ټول افغانستان کې د ۲۳۹۰ دایمي روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې کیږي.

یونیسف دا هم وویل چې په دې موده کې یې د میندو او ماشومانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکولو لپاره د 27,740 روغتیایی کارمندانو معاشونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په خپل راپور کې زیاته کړې، چې له ۳۳۰۰ روغتیايي مرکزونو سره چې له پنځو کلونو د کم عمره خوارځواکي ماشومانو درملنه کوي، مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۳۱۶۲۱۹ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د خوارځواکۍ معاینه شوې چې له دې جملې څخه ۲۷۲۷۹۱ یې په حاد خوارځواکۍ اخته او په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا هم ویلي چې د 17,974 محلي ښوونیزو ټولګیو له لارې، 564,000 ماشومان چې 64 سلنه یې نجونې دي، تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي او د عامه ښوونځیو 3,462,195 زده کونکو ته د کتابونو او موادو روزنه ورکړل شوې ده.

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې، په بیړنیو حالاتو کې د جنسي تیري او د جنسي استفادې او ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي، د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې، د ټولنیز چلند د ښه والي او اغیزمنو خلکو ته د ځواب ویلو، پرمختګ او د ځوانانو د ګډون په برخو کې هم خدمات وړاندې کړي دي.
https://avapress.com/vdcaymnuw49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته