دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 295566
حماس او اسلامي جهاد په تل ابیب کې د تېرې شپې د عملیاتو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی
د فلسطین اسلامي جهاد او حماس غورځنګونو په یوه ګډه اعلامیه کې په اشغال شوي تل ابیب ښار کې د تیرې شپې د چاودنې پړه پر غاړه واخیسته.
افغان غږ خبری آژانس: د حماس نظامي څانګې کتیب القسام او د فلسطین د اسلامي جهاد نظامي څانګې سرایا القدس تیره شپه په تل ابیب کې د عملیاتو مسولیت په غاړه واخیسته. 

تېره شپه په تل ابیب کې پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی. د صهیونیسټ رژیم د پولیسو ویاند پرون سهار د اسرائیلو سرچینو د دغه کار د ترسره کیدا له مخی پلان شوی او یو ځانمرګی برید وباله او ویې ویل چې د دغه کار د ترسره کیدا احتمال 99 فیصده دی . 

په همدې حال کې دصهیونیسټ رژیم پولیسو او داخلی امنیت ادارې (شباک) نن (دوشنبه) په یوه ګډه بیانیه کښې اعلان وکړ چې دغه حمله چې تیره شپه په تل ابیب کښې وشوه او په نتیجه کښې یې د میشتو ښاریانو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شو یوه امنیتی پیښه وه .

دصهیونیسټ رژیم پولیسو او دکورنیو امنیت ادارې نن اعلان وکړ چې د تل ابیب په ګڼ میشته سیمو کښې یې خپل ځواکونه په تیاره کښې ځای په ځای کړی دی او له اوسیدونکو یې غوښتی دی چې د مشکوکو شیانو د لیدلو په صورت کښې پولیسو ته خبر ورکړی .
https://avapress.com/vdciqwarqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته