دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 295403
د ایران د مخدره موادو د کنټرول ادارې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مرستیال محمد زارعي په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع وایی، چې د ایران د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مرستیال محمد زارعی په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.

قانع زیاته کړه چې دغه پلاوی به د کورنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو وزارتونو له چارواکو سره هم وګوري.

د یادولو وړ ده چې د ایران او افغانستان ترمنځه د سیاسي، نظامي، کلتوري او اقتصادي په ګډون په بیلابیلو برخو کې د همکاریو کچه د پراخیدو په حال کې ده.
https://avapress.com/vdciuwarpt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته