دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 295389
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نویو جوړو شویو پوستو څخه لیدنه وکړه
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له جوړو شویو پوستو څخه لیدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ملا یعقوب نن (جمعه، ۲۶ اسد) د اسلامي امارت له نظامي مسؤلینو سره یوځای د کنړ ولایت د دانګام سرحدي سیمو ته سفر وکړ.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې یعقوب مجاهد د سرحدونو د دفاع او د سیمې د بشپړتیا په خاطر امنیتي مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د هر ډول امکاناتو د رامنځته کولو ډاډ یې ورکړ. 

ډیورنډ ته د اسلامي امارت د ملي دفاع د سرپرست وزیر دا سفر څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې په تورخم کې د حکومت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه.

په دې دریو کلونو کې اسلامي امت څو ځله د پاکستاني پوځ سره نښتې کړي دي. په سرحدي سیمو کې د دواړو غاړو له خوا د پوستو د جوړولو په ګډون د پولو تګ راتګ د دغو شخړو عوامل بلل کیږي.

اسلامي امارت او د افغانستان حکومتونو له عبدالرحمن خان وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسنۍ پوله د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.
https://avapress.com/vdcbwsb59rhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته