دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 295422
یوې صهیونیسټي رسنۍ په غزه کښې د اسرائیلو د پوځي فعالیت د ختمیدو ادعا کړې ده
د کان ټي وي د خبر له مخې د صهیونیسټي رژیم امنیتي چارواکو د شنبې په سهار ادعا وکړه چې په غزه کښې د اسرائیلي پوځیانو عملیات پای ته رسیدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی ملی ټلویزیون شبکې ادعا کړې چې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم عملیات په ټولیزه توګه پای ته رسیدلی او د موافقې وخت رارسیدلی دی.

د هغه څه له مخې چې د صهیونیسټي رژیم د ملي ټلویزیوني چینل "کان" له خوا خپور شوی، دغو امنیتي چارواکو خپله خبره سمه بللې او په یوه عجیبه ادعا کې یې ویلي چې د حماس په بریدونو کې د "حماس" زیاتره جنګي قطعات له منځه تللي دي. 

دا ادعا په داسې حال کې ده چې د سي آی اې یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي "رالف ګوف" نیویارک ټایمز ته د حماس د ځواکمنتیا او د صهیونیسټي رژیم د کمزورتیا په اړه ویلي دي: «حماس له منځه نه شي تلای او اسرائیل به هیڅکله هم په بشپړه توګه ونه توانیږي چې حماس له منځه یوسي.

د صهیونیسټی راډیو او ټیلیویژنی اداره دغه راز خبر ورکړی چې د دغه رژیم امنیتی ادارو په تل ابیب کې سیاسی مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د بندیانو د تبادلې په هکله د موافقې وخت رارسیدلی دی.

پخوانیو امریکايي او اسرائیلي چارواکو هم نیویارک ټایمز ته ویلي دي: «د اسرائیلو یو له سترو پاتې اهدافو څخه په غزه کې د شاوخوا ۱۱۵ ژوندیو او مړو بندیانو بیرته ستنیدل دي چې له پوځي پلوه نه شي تر لاسه کیدای او باید د خبرو اترو له لارې ترلاسه شي. "د اسراییلو پوځ په غزه کې د کرښې پای ته رسېدلی دی."

د دوه ورځني اوربند او د بندیانو د تبادلې خبرې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په دوحه کې ترسره شوې.

باید وویل شي، چې پر غزې د اسرائیلو د یرغل له ۱۰ میاشتو څخه په زیات وخت کې تر ۴۰ زرو زیات کسان شهیدان شوي دي.
https://avapress.com/vdcj8ie88uqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته