دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 295565
د روسیې دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شاوخوا دوه زره اوکرایني سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی
د روسيې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ په خپل تازه ورځني راپور کې اعلان وکړ چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د اوکراين پوځ شاوخوا دوه زره سرتېري له لاسه ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د روسیې پوځی قطعاتو د دونیتسک د خلکو جمهوریت د ارتیموف «مرکز» آزاد کړی دی.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت په وینا؛ ګروپ "جنوب" تاکتیکي وضعیت ښه کړ او د ډونیڅک د خلکو جمهوریت کې د اورګاډي سټیشن "ویومکا" آزاد کړ.

د دغه راپور له مخې د اوکرایني ځواکونو تلفات په ورځ کې ۱۹۳۵ تنو ته رسېږي.

د روسیې د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د کرسک په سرحدي سیمه کې د اوکرایین د وسله والو ځواکونو تلفات تر ۳۳۰ تنو اوښتي او په ټوله کې یې ۲۷ زغره وال ګاډي په ټولیز ډول له لاسه ورکړي دي دا سیمه

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د روسیې پوځ په پنځو ښارونو کې د اوکراین د تیریګرو ډلو بریدونه په شا تمبولي دي.

د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د روسیې پوځ توانیدلی چې د دونیڅک په سیمه کې د ویمکا د اورګاډي پټلۍ کنټرول کړي او په دې سیمه کې د تورتسک ښارګوټي هم ونیسي.

د دې بیان له مخې، د جګړې له پیل راهیسې، د اوکراین پوځ ۶۳۹ الوتکې، ۲۸۲ چورلکې، ۳۰ زره ۱۶۱ ډرون، ۵۷۵ د هوايي دفاع سیسټمونه، ۱۷۳۴۰ ټانکونه او نور جنګي وسایط او یو شمېر نورې پوځي وسلې له لاسه ورکړي دي.
https://avapress.com/vdch-mnim23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته